ناڅرګندو وسله والو د افغان ځانګړو ځواکونو یو مهم قوماندان وژلی
افغان چارواکي وايي، ناڅرګندو وسلهوالو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو مهم قوماندان عزیزالله کاروان په کابل کې وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پرون اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، عزیزالله کاروان چې د پوليسو د ځانګړي ځواک د صفر يو قطعې قوماندان و، د وسلهوالو طالبانو پر ضد لسګونه عملیات رهبري کړي وو.
کاروان په پکتیکا ولایت کې دنده درلوده او تر دې مخکې هم پرې څو واري بریدونه شوي وو.
په ولسي جرګه کې د پکتيکا يوه استازي نادرخان کټوازي د قوماندان کاروان وژنه، د افغانستان په ختيځ کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو په وړاندې روانې مبارزې ته يو ګوزار بللى دى.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ځانګړو ځواکونو پر دې قوماندان د برید مسؤليت اخيستى او ویلي یې دي چې نوموړى یې په یو تکتیکي برید کې وژلی دی.