د امریکا پولیسو شاوخوا ۶۰۰ تنه په واشنګټن کې ونیول
![د امریکا پولیسو شاوخوا ۶۰۰ تنه په واشنګټن کې ونیول](https://gdb.rferl.org/EFE67D18-E0E6-4F14-9CDC-B7D1513E11FA_w800_h450.jpg)
د امریکا متحدو ايالتونو پولیسو پرون پنجشنبه نېږدې ۶۰۰ کسان په پلازمېنه واشنګټن کې ونيول.
دغه کسان وروسته له هغې نيول شوي چې سلګونو ښځو د امریکا د مشرانو جرګې په ودانۍ کې د کډوالو د کورنیو په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د چلند پرضد مظاهره وکړه او په لوړ اواز يې شعارونه ورکړل.
له واشنګټن ایالته د کانګرس یوې ښځینه غړې پر خپل ټویټرلیکلي چې دا هم د نیول شوېو کسانو په ډله کې ده.
دا اعتراض پهداسې حال کې کېږي چې د امریکا په بېلابېلو برخو کې د کډوالو په وړاندې د حکومت پر پالیسیو اعتراضونه په زیاتېدو دي.
په دوى کې هغه پاليسي هم شامله ده چې حکومت ترې شا ته شوى او پر اساس يې له مکسیکو په غیرقانوني توګه امریکا ته د اوښتونکو کډوالو ماشومان او میندې او پلرونه له یوه بله جلا کېدل.
په پام کې ده سبا د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې د مهاجرت پر پالیسۍ نور اعتراضي لاریونونه هم وشي.
د پولیسو په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ٥٧٥ کسان د مشرانو جرګې په ودانۍ کې په غیرقانوني مظاهره تورن شوي دي.
پوليس وايي، نيول شوي کسان تر جريمه کېدو وروسته خوشې شوي دي.