د خوستیانو فریاد: نور جنګونه ودروئ
د خوست قومي مشرانو، دیني عالمانو، پخوانیو جهادي قوماندانانو او اوسیدونکو د افغانستان له دولت او وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې جګړه ودروي، اوربند دې وکړي او د شته ستونزو د حل لپاره دې مخامخ خبرو اترو ته سره کیني.