په ننګرهار کې د محلي ځواک د جلب و جذب پروسه پيل شوه
په ننګرهار ولايت کې د محلي ځواکونو د جلب او جذب لړۍ پرون پنج شنبه پيل شوه.
چارواکي وايي، د دغه ځواک لپاره به هغه کسان وټاکل شي، چې مخکې يې په ملي اردو او پوليسو کې دنده ترسره کړې وي.
د والي وياند عطا اله خوږياڼي نن جمعه ازادۍ راډيو ته وويل، د محلي ځواک د جلب او جذب پروسه به درې پړاوونه لري:
”په لومړۍ مرحله کې به په دوو ټوليو کې ځوانان جذب شي، په دويم پړاو کې به څلور ټولي شي. په درېيمه مرحله کې به د يوه کنډک په شکل اردو برابره شي. دغه اردو به په هغو سيمو کې پر دندو وګمارل شي، چې اړتيا يې وي.“
تر دې مخکې دفاع وزارت ويلي وو، دغه محلي ځواک به چې ولسمشر محمد اشرف غني يې طرحه منظور کړې، په ټوله کې شا و خوا ٣٦زره غړي ولري.