ميثم: افغان حکومت د اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه شنبه خپل دريځ اعلانوي
![ميثم: افغان حکومت د اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه شنبه خپل دريځ اعلانوي](https://gdb.rferl.org/F49B3FDF-1176-4982-81E3-402C94015367_w800_h450.jpg)
د افغانستان اجرائيه رياست وايي، د اعلان شوي اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه به تر سبا شنبې پورې خپل دريځ روښانه کړي.
نن جمعه د افغان حکومت له خوا د تمديد شوي يواړخيز اوربند وروستۍ ورځ ده.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم ازادۍ راډيو ته وويل:
"حکومت په هڅه کې دی چې د خبرو او سولې له لارې په هېواد کې د ثبات شاهدان اوسو، دا هڅې دوام لري، خو دا چې موږ لا نور څه سیاست پر مخ وړو په دې اړه خپل دریځ د شنبې په ورځ له خلکو او نړیوالو شریکانو سره شریکوو."
د افغانستان دفاع وزارت ويلي، که وسله وال طالبان اوربند ته لبیک نه وايي، په وړاندې به يې پوځي مبارزه دوام پيدا کړي.
وسله والو طالبانو ويلي، د اختر په درېيو ورځو کې خپل اعلان کړى اوربند نه تمديدوي.
خو افغان حکومت خپل هغه اوربند چې د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې پورې و، د لسو نورو ورځو لپاره وغزاوه.