له نشهيي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د بایسکل ځغلولو سیالۍ!
![له نشهيي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د بایسکل ځغلولو سیالۍ!](https://gdb.rferl.org/5FFF2CFF-E25E-42B8-B6AC-7EB6A6A9B73D_w800_h450.jpg)
له نشهيي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د نجونو او هلکانو د ټیمونو بایسکل ځغلولو سیالي وشوه.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا سیالي د پنجشنبې په ورځ پهداسې ډول ترسره شوه چې سيالي کوونکو دا شعار بدرګه کاوه چې «نشهيي مواد انسان تباه کوي».
د يادونې وړ ده چې د بايسکل ځغلولو دا ټيم د کابل له ده سبز ولسوالۍ څخه روان او تر کاپیسا ولایت پورې به ۴۵ کیلو ميټره لاره ووهي.
یاده دې وي چې دا سیالي د بایسکل ځغلولو فډراسیون په همکارۍ جوړه شوه.