په تخار کې وسله والو د ای خانم د بندر د کمیسارۍ وسایل له ځان سره وړي
![په تخار کې وسله والو د ای خانم د بندر د کمیسارۍ وسایل له ځان سره وړي](https://gdb.rferl.org/B44B8A04-8B01-4954-AF09-AFF79A718C3F_w800_h450.png)
په تخار کې سیمه يیز چارواکي وايي، د حکومت مخالفو وسله والو په یو برید کې ددې ولایت د ای خانم د بندر د کمیسارۍ ټول تجهیزات او وسایل له ځان سره وړي دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددې ولایت د ای خانم بندر پر کمیسارۍ ډله ییز برید کړی او له نیم ساعت جګړې وروسته یې کمیساري نیولې، د کمیسارۍ ټول تاسیسات، دوه هاموی ټانکونه او څلور رینجر موټر یې سوځولي دي.
د ښاغلي تیمور په وینا، وسله والو مخالفينو د کمیسارۍ شپږ سرتېري اسیران کړي، دوه هاموی ټانکونه او دوه رینجر موټر او یوه اندازه مهمات یې ځان سره وړي دي.
د تخار د چارواکو په وینا، طالبانو سیمه خوشې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د حکومت مخالفيو وسله والو په یوې تهاجمي حملې کې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې په یو ورته برید کې ۱۴ سرحدي پولیس وژلي او د هغوی ټول نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي وو.