کندهار کې د کب روزنې ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ د انارباغ قلعه چې په سیمه کې جوړ شو. د ښاغلي رستمي په خبره، دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې دی. یاد فارم په هېواد کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري. کندهار له هغو ولایتونو دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري. Читать дальше...