Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 04.09.2021

پولنډ کې د زهري مرخیړیو له کبله د یوې کورنۍ بل ماشوم هم ومړ

Pa.azadiradio.com 

په پولنډ کې د زهري مرخېړیو د سوپ د خوړو له کبله د یوې افغانې کورنۍ یوه بل ماشوم هم پرون ساه ورکړه. دا افغانان تېره اوونۍ له افغانستانه د هوا له لارې د خلکو د اېستلو د عملیاتو په ترڅ کې پولنډ ته رسېدلي وو او د راپورونو له مخې د قرنطین مرکز ته له یوه نژدې ځنګله څخه یې دا مرخېړي راټول کړي. پولنډي داکټرانو دې شپږ کلن ماشوم ته بېړنۍ وېنه پیوند کړې وه، خو ویې نه شو کړای چې د هغه ژوند وژغوري. د دې ماشوم یو بل پنځه کلن ورور د پنجشنبې په ورځ د پولنډ د ماشومانو په مرکزي روغتون کې ساه ورکړه، خو د دوی ۱۷ کلنه خور له علاج وروسته له روغتونه رخصت شوه. Читать дальше...

امریکا ۵۰ زره نور افغان کډوال هم مني

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي اټکل کوي چې د کابل له سقوط وروسته به لږ تر لږه پنځوس زره نور افغانان هم په امریکا کې ومنل شي. دا د متحدو ایالاتونو د هغو ژمنو یوه برخه ده چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې له هغو افغانانو سره کړې وه چې ژوند یې د طالبانو په واکمنۍ کې تر ګواښ لاندې دی. د امریکا د کورني امنیت وزیر الېجاندرو مایورکاس پرون جمعه (د وږي په ۱۲مه) په داسې حال کې چې د دې هڅو جزئیات یې څرګندول وویل: "موږ پر خپله ژمنه ولاړ یو. دا د راتلونکو څو اونیو خبره نه ده بلکې تر هغه وخته خوب او ارام ونه کړو چې دې... Читать дальше...

افغانستان کې انساني ناورین؛ جرمني د چټکو اقداماتو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ژمي له راتلو مخکې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي. هایکو ماس پرون جمعه (د وږي په ۱۲مه )وویل چې د مشخصو اقداماتو او همکاریو له لارې د داسې یوه ناورین مخنیوی امکان لري. له بلې خوا د بشري حقونو د څار سازمان له افغانستان سره د مرستندویو هېوادونو او ټولنو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې. د هیومن رایټس واچ د اسیايي څانګې مشرې پترېشا ګاسمن دا غوښتنه پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړه. ګاسمن وویل: "مرستندویان باید پردې موافقه... Читать дальше...



نن د کابل د صرافانو لوی مرکز 'سرای شهزاده' پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال وايي چې نن شنبې به د کابل د صرافانو لوی مرکز شهزاده سرای پرانیستل شي. خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دا پرېکړه د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو له چارواکو سره د صرافانو د ټولنې، د هېواد د خصوصي بانکونو د ټولنې او د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د استازو له خبرو وروسته وشوه. ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې دې برخه کې به یو لړ ستونزې وي، خو هغه ډاډ ورکړ چې چارواکو یې د حل ژمنه کړې ده. الکوزي وويل: "عمده خبره دا ده چې که صرافیانې خلاصې هم شي، خو چې افغانستان... Читать дальше...

ښځینه مظاهره کوونکې: طالبان دې راتلونکي حکومت کې ونډه راکړي

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ښځینه مظاهره کوونکو راتلونکې حکومت کې د ښځو د ګډون غوښتنه وکړه. څو تنه ښځو او نجونو د جمعې په ورځ په کابل کې د یو اعتراضي لاریون په ترڅ کې د دې ښار له نوېو واکمنو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو حقونه دې ورکړي. دا افغان ښځې داسې وخت د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي چې د اګسټ د پنځلسمې نېټې راهېسې کابل د طالبانو په واک کې دی او دا مهال د نوې حکومت پر جوړولو بوخت دي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.

اروپايي ټولنې د کابل له نوېو واکمنو سره د ډپلوماتیک تعامل شرایط اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره پر هغو شرایطو رڼا واچوله چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله پرونۍ غونډه کې موافقه پرې وکړه. جوزیف بورېل د سلووینیا په بردو ښار کې د دې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غیر رسمي غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، اروپايي ټولنه د دې لپاره چې د افغانانو ملاتړ وکړای شي باید د افغانستان له نوي حکومت سره تماس او تعامل ولري. ښاغلي بورېل وویل، د دې لپاره چې طالبان له اروپايي ټولنې سره ګډ کار وکړي باید دا ضمانت... Читать дальше...

د افغانستان د بحران په اړه خبرو لپاره بلېنکن او اسټن قطر او جرمني ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د راروانې یکشنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر به د دې هېواد له مشرانو مننه وکړي. انتوني بلېنکن دا څرګندونې تېر ماښام په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړې. هغه زیاته کړه چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري: "زه دوحې ته روان یم او هلته به له قطري مشرانو سره وګورم څو د خلکو د رااېستلو په هڅو کې د مرستې په خاطر له هغو ژوره مننه وکړم. له افغانانو، همکارانو... Читать дальше...

روسیې خپل هېواد کې ۴ نورې رسنۍ هم د بهرنیو اجنټانو په نوم ونومولې

Pa.azadiradio.com 

روسیې څلور نورې رسنۍ هم پرون جمعه د بهرنیو اجنټانو په نوم ونومولې. له دې سره د هغو خبري ادارو او ژورنالیستانو لېست نور هم اوږد شو چې منتقدان یې د روانې میاشتې په وروستیو کې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې د خپلواکو رسنیو پر ضد د کرملین اقدامات بولي. د روسیې د عدلیې وزارت پرون جمعه (د وږي په ۱۲ مه) اعلان وکړ چې څلور قانوني ادارې یې د هغو بهرنیو رسنیو په فهرست کې شاملې کړي چې د بهرنیو اجنټانو په توګه فعالیت کوي. د څلور واړو رسنیو مالي ملاتړ هغو روسي ژورنالیستانو کاوه چې مخکې له دې یې هم نومونه د افرادو په توګه په دې لېست کې وو. Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Родители 240,5 тыс. детей в Московской области получают единое пособие


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с Днем молодежи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Надежда Бабкина

Всероссийский фестиваль под художественным руководством Надежды Бабкиной пройдет в Псковской области




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

КОМПАНИЯ LG НАЗВАНА ОФИЦИАЛЬНЫМ ПАРТНЕРОМ ЧЕМПИОНАТА МИРА ПО КИБЕРСПОРТУ 2024 ГОДА В САУДОВСКОЙ АРАВИИ

Медальный зачет Игр «Дети Азии» 28 июня: по-прежнему впереди Узбекистан

Деликатес в чаше: всего по чуть-чуть


Даниил Медведев

МОК официально допустил Медведева, Сафиуллина, Александрову и Андрееву на Олимпиаду



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Тимати

Игорь Джабраилов закрутил роман с «Мисс Екатеринбург», которая боролась за сердце Тимати в «Холостяке»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России