چارواکي: ننګرهار کې د ریکشا چلونکي د وژنې په تور ۲ نیول شوي
![چارواکي: ننګرهار کې د ریکشا چلونکي د وژنې په تور ۲ نیول شوي](https://gdb.rferl.org/63153A63-1DE6-4C49-B193-B5EFAE1327C5_cx0_cy8_cw63_w800_h450.jpg)
په ننګرهار کې پولیسو دوه تنه د یو ریکشه چلونکي د وژنې په تور نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په دې اړه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دوه کسانو لومړۍ ریکشا چلونکی وژلی او وروسته یې ریکشا له ځانه سره بیولې وه، پولیسو دواړه کسان نیولي او تښتول شوې ریکشا یې هم اخیستې."
دا ریکشا چلونکی په دې وروستیو کې د ننګرهار د اډې فارم سیمه کې وژل شوی و.