د لوګر ولایتي شورا غړې نفیسه هجران یوه وسلهوال برید کې ټپي شوه
![د لوګر ولایتي شورا غړې نفیسه هجران یوه وسلهوال برید کې ټپي شوه](https://gdb.rferl.org/30DF73AA-0E12-4B44-B3A4-2CFF4E272C75_w800_h450.jpg)
د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران په یوه وسلهوال برید کې ټپي شوه.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته ویلي، نوموړي نن سهار د بیرغ چوک سیمه کې دفتر ته په لاره وه چې د تومانچې ډزې پرې شوې دي.
ښاغلي احمدزي ویلي، پولیسو د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیولی دی.
که څه هم د هجران روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی، خو د لوګر عامې روغتیا ریاست ویلي، نوموړې د ښې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوې.
نفیسه هجران په تېرو دوو دورو کې د لوګر د ولایتي شورا غړې پاته شوې او دغه ولایت کې له مطرحو او زړورو فعالو ښځو له ډلې وه.
تر اوسه کومې ډلې پر نوموړې د برید مسؤلیت نهدی اخیستی.