د یوه ۲۵ کلن تړون په اړه د ایران او چین خبرې
![د یوه ۲۵ کلن تړون په اړه د ایران او چین خبرې](https://gdb.rferl.org/AA5E50D0-BE51-418B-AA53-58A56BA3C6E1_w800_h450.jpg)
ایران له چین سره د ۲۵ کلن تړون په اړه خبرې کړې دي.
دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د خپل هېواد پارلمان ته وکړه او ویېویل، پر دې تړون د باور او اعتماد په فضا کې خبرې شوي او کله چې هغه وشو، شرطونه بهیې اعلان شي.
ظریف ټینګار وکړ چې له چین سره کېدونکی تړون چې د ده په وینا خبرهیې د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې د چین ولسمشر شي جین پنګ له تهرانه کتنه کوله راپورته شوه، کوم پټ تړون نهدی.
دغهراز د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهیي هم په ښکاره له چین سره د دوه اړخیز ستراتېژیک تړون ملاتړ کړی دی.
چین د ایران د سوداګرۍ لوی شریک او د ایران د اوومه تېلو د صادراتو چې د امریکا بندیزونو سخت ځپلی دی، مهم پېرېدونکی دی.