کورونا وايرس: هند په نړۍ کې درېيم زيات ځپل شوی هېواد شو
![کورونا وايرس: هند په نړۍ کې درېيم زيات ځپل شوی هېواد شو](https://gdb.rferl.org/45eae3df-891f-4329-bbf4-55ae01fcaf56_tv_w800_h450.jpg)
د نړۍ په دويم زيات نفوس لرونکي هېواد هند کې د کورونا ناروغان مخ پر زياتېدو دي. اوسمهال له امريکا او برازيل وروسته هند درېيمه درجه خپله کړې چې د کورونا وايرس زياتې مثبت پېښې لري. هلته هره ورځ له ۲۰ زره څخه تر ۲۵ زره پورې کسان په کورونا وايرس اخته کېږي. احمد شاه اعظمي د رويټرز اژانس د ويډيوګانو پر مټ راپور جوړ کړی دی.