د کورونا وایرس وبا په اړه نوي پرمختګونه
![د کورونا وایرس وبا په اړه نوي پرمختګونه](https://gdb.rferl.org/a940fe0a-20b1-43e1-9faf-2a0767aeec6f_tv_w800_h450.jpg)
د نړۍ لسګونه ساینسپوهان وايي امکان شته چې کورونا وایرس په هوا کې هم پاتې شي او خپور شي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)ویلي، د ساینسپوهانو د دې دعوې پلټنې کوي. ډبلیو اېچ او تر اوسه پورې دریځ لري چې دا وایرس د خلکو د ټوخي، پرنجي او د مخامخ خبرو کولو پر وخت له خولې او پوزې د وړو څاڅکو له لارې خپرېدای شي. ډبلیو اېچ او همداراز وايي، په کور کې د ساتل شویو ځناورو لکه سپیو او پیشوګانو څخه د وایرس د خپراوي خطر کم دی. امریکايي پوهان وايي، ښايي د روان کال تر پایه د وایرس واکسین جوړ کړي. نورد مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په ویډیويي رپورټ کې