کابل کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر ۱۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي
په کابل ښار کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر لسو کيلو ګرامو ډېر نور نشه يي مواد ونيول شول.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس د سرطان د میاشتې پر (۱۹) نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې دوه جلا جلا عمليات وکړل.
د لومړيو عملياتو په نتيجه کې تر يوولسو کیلوګرامو ډېره ښیښه او د دوهمو عملياتو په نتيجه کې د ټابلیټ کا په نوم (۲۴۵۰) نشه يي ګولۍ ونيول شوې.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور دوه تنه نيول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.