فاریاب کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي
![فاریاب کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي](https://gdb.rferl.org/C4D8B9A9-EC19-436D-97E0-DE48ADC566DF_cx56_cy35_cw35_w800_h450.jpg)
د فاریاب مرکز میمنه کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل، قاتل په نشو روږدی کس دی چې د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
په وژل شویو کسانو کې دوه مېرمنې او دوه هلکان شامل دي.
تر اوسه د پیښې انګېزه نهده معلومه.