نن د بوسنیا هرزګوینا د سربرنیتڅا خونړۍ پېښې ۲۵ مه کلیزه ده
نن شنبه د جولای یولسمه د بوسنیا هرزګوینا د سربرنیتڅا خونړۍ پیښې پنځه ویشتمه کلیزه ده.
د کرونا ویروس له ګواښ سره سره د دغې ورځې لمانځنه کېږي.
پنځه ویشت کاله مخکې په همدې ورځ د بوسنیایي مسلمانانو اته زره نرینه او هلکان د سرب ځواکونو له خوا راټول او په ختیځه سیمه سربرنیتڅا کې ووژل شول.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا په اروپا کې تر ټولو لویه ډله ییزه وژنه بلل کېږي.
نړیوالو محکمو دا پېښه نسل وژنه یاده کړې، خو سربیایي او بوسنیایي چارواکو د دې کلمې له منلو ډډه کړې ده.
دا وژنه د بوسنیا د جګړې په وروستي کال شوې.
دې جګړه کې چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کال ترمنځ وشوه، شاوخوا لس زره کسان ووژل شول.
هر کال زرګونه کسان د دغې ورځې د لمانځنې مراسمو کې برخه اخلي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو وېرې د کسانو ګډون محدود کړی دی.