د سپېس ایکس شرکت پخواني روسي عالم ته د امریکا د ورتګ بلنه ورکړې
![د سپېس ایکس شرکت پخواني روسي عالم ته د امریکا د ورتګ بلنه ورکړې](https://gdb.rferl.org/AFB145AF-86EF-4C5B-8240-A5E767D1EC14_cx0_cy27_cw0_w800_h450.jpg)
د سپېس ایکس د امریکايي فضايي شرکت موسس اېلون ماسک، د پخواني شوروي اتحاد د نامتو عالم سیرګي کورولېف کورنۍ ته بلنه ورکړې چې په متحدایالاتو کې د ده د تاسیساتو لیدو ته ورشي.
اېلون ماسک پر ټویټر لیکلي چې د پخواني شوروي دا ساینسپوه، د خپل کاري چاپېریال له ډېرو غوره شخصیتونو څخه و.
هغه لیکلي دي چې د کورولېف له کورنۍ سره یې هم خبرې کړې دي.
کورولېف د شوروي اتحاد د فضايي پروګرام پلار ګڼل کېږي او فضا ته د لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ په استولو کې هم تر ډېره ده رول درلود.
د نوموړي لسمي اندرې کورولیف پرون د جولای په ۱۱مه روسي رسنیو ته وویل چې د دوی کورنۍ د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې د ډراګون د فضایي سفینې له توغولو او له نړیوال فضايي سټېشن سره د هغې له یوځای کېدو وروسته سمدستي ماسک ته پیغام استولی و.
نوموړی وايي، ماسک دوی ته بلنه ورکړه چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له لیرې کېدو سره سم سپېس ایکس ته ورشي او د یوې فضايي سفینې د توغولو ننداره وکړي.
د سپرلۍ لرونکې ډراګون سفینې د توغولو بریالي ماموریت نړیوال فضايي مرکز ته د سفر په برخه کې د روسیې لس کلن انحصار پای ته ورساوه.