تهران د مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو دلایل په ډاګه کړل
![تهران د مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو دلایل په ډاګه کړل](https://gdb.rferl.org/142CFDA9-62DB-4369-902E-64644711DE1D_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
ایراني چارواکي وايي، د توغندي د بطرۍ خرابي او د سرتېرو او پوځي افسرانو ترمنځ ناسم ارتباط د دې سبب شول چې د جنورۍ په میاشت کې اوکراینۍ الوتکه وویشتل شي.
د تهران په اسمان کې د دې الوتکې د ویشتل کېدو په نتیجه کې ۱۷۶ تنه مړه شول.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د دې پېښې په اړه خپله وروستۍ نتیجه پرون ناوخته په یوه نوي راپور کې خپره کړه.
د اوکراین د هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په اتمه د تهران له هوايي ډګره له پورته کېدو لږ وروسته په دوو توغندو وویشتل شوه.
دا پېښه په هماغه ورځ وشوه چې ایران په عراق کې د امریکايي پوځیانو د اډو لور ته توغندي وویشتل.
ایران په پیل کې د اوکراینۍ الوتکې له ویشتلو انکار کاوه.