د افغانستان ځینو خصوصي تعلیمي او تحصیلي بنسټونو غوښتنه: حضوري زدهکړې دې پیل شي
د دې بنسټونو مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د قرنطین په موده کې دوی ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي او که دا حالت دوام وکړي په لاریونونو به لاس پورې کړي.