د نړۍ د لومړنۍ اټومي حملې ۷۵ کالیزه
![د نړۍ د لومړنۍ اټومي حملې ۷۵ کالیزه](https://gdb.rferl.org/a2f20bf1-176b-4906-9d69-d07011a59096_tv_w800_h450.jpg)
نن د جاپان په هیروشیما باندې د امریکا متحده ایالتونو له خوا د اټومي برید ۷۵ کالیزه ده.
د ۱۹۴۵ کال د اګست د شپږمې دغه برید جاپان تسلیمیدو ته اړ کړ او دویمه نړیواله جګړه هم ورسره پای ته ورسېده.
خلکو نن د هیروشیما د برید د قربانیانو په یاد څو شېبې چوپتیا غوره کړه.