د ۳ وژل شویو زامنو مور: افغانستان کې تر بل هر څه سولې ته زیاته اړتیا ده
![د ۳ وژل شویو زامنو مور: افغانستان کې تر بل هر څه سولې ته زیاته اړتیا ده](https://gdb.rferl.org/37806FF9-C16D-4065-A9A6-A364732CB7A2_w800_h450.jpg)
۴۸ کلنې مریم پر ځان شنه چادري تاو کړې ده. د کور په انګړ کې پر کټ ناسته ده او شااوخوا ورته د درې وژل شویو زامنو اته اولادونه ناست دي. د کور په یوه څنډه کې يې له یوې خټینې کوټنۍ د اور لوګی راوځي.