کونړ کې د یوه شاعر صحرايي محاکمې غبرګونونه راپارولي
![کونړ کې د یوه شاعر صحرايي محاکمې غبرګونونه راپارولي](https://gdb.rferl.org/E015C00E-E019-405A-AAA9-F72B2931C131_cx0_cy0_cw89_w800_h450.jpg)
فرهنګیان او د عبدالخالق پلویان وايي، شاعر عبدالخالق تېره اوونۍ د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې په یوه مشاعره کې یو شعر لوستی و چې په کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر او د دوه پخوانو جهادي مشرانو په پرتله هنرمندان ښه یاد شوي.