د طالبانو پلاوي په اسلاماباد کې له شاه محمود قریشي سره ولیدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې قریشي او برادر د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستيو پرمختګونو او د بینالافغاني خبرو د ژر پیل او نورو اړوندو مسئلو په اړه خبرې وکړې.