خوست کې میشت وزیرستاني کډوال د مرستو دوام غوښتنه کوي
![خوست کې میشت وزیرستاني کډوال د مرستو دوام غوښتنه کوي](https://gdb.rferl.org/3ced1f10-9107-4a3b-a450-2776cc3b57fc_tv_w800_h450.jpg)
وزیرستانیو کډوالو ته د روان ۲۰۲۰ز کال د لومړيو دریو میاشتو مرستې ورکړل شوي خو له نېږدې شپږ میاشتو راهیسې ورسره مرستې نه دي شوي. د اګست پر ۲۴مه د خوست بېلا بېلو سیمو کې میشتو وزیرستانيو کډوالو له افغان حکومت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری، نړیوال خوراک پروګرام او له نورو بنسټونو څخه له دوی سره د مرستو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه. یادې غوښتنې د خوست د بېلا بېلو سیمو یو شمېر وزیرستانیو، په دې ولایت کې له کډوالو چارو ریاست سره د خپلو ستونزو د شریکولو پر مهال وکړې. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.