د ننګرهار چارواکي:خوګیاڼو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي
![د ننګرهار چارواکي:خوګیاڼو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/4D91D34D-4795-4087-833B-714CF0D62732_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د ننګرهار د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته په رااستولي پیغام کې ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په مېرزاخېلو سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې پوستې برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲ پاڅونکوونکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.