د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د عمل پلان ګډه ناسته؛ پر سوله او امنیت بحث شوی
![د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د عمل پلان ګډه ناسته؛ پر سوله او امنیت بحث شوی](https://gdb.rferl.org/C3BAE01D-A1D0-4324-A5B8-A7C5A465C7E1_w800_h450.jpg)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب وایي، دا ناسته چې په کابل کې جوړه شوه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د معینانو په کچه وه او د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې او امنیت لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په هدف جوړه شوې.