هرات کې د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې
![هرات کې د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې](https://gdb.rferl.org/5D9DFC14-6353-4E47-9298-669ECD6460DA_cx23_cy5_cw54_w800_h450.jpg)
په هرات کې د تکواندو لوبو ۱۷م پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
د هرات ولایت د بدني روزنې مسلکي او فني مدیر ضیا الحق ضیا نن د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۱۳۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
ښاغلی ضیا زیاتوي چې له دغو سیالیو یې هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول او په دغه ولایت کې د تکواندو ورزش پیاوړي کول دي.
د ضیا په خبره دغه سیالۍ نن ماسپښین پای ته ورسېدې چې ځینو ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.