چارواکي: پکتیا کې موټر بم ۲ سرتېري ووژل
چارواکي په پکتیا کې په یوه چاودنه کې د دوو سرتېرو د وژل کېدو او یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان لطفالله کامران ازادي راډيو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د ګردېز-زرمت د لویې لارې په اوږدو کې د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د نېک نام په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټربم مخکې له دې چې پر یوه بس والوزي، د امنیتي ځواکونو لهخوا په نښه او وچاودېد.
هغه زیاته کړه: "موټربم هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه شوی چې له چاودنې سرهیې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی."
د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.