زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له لوی درستیز پر افغانستان غږېدلی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد بجوا سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پهدې کتنه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د افغان سولې د بهیر په تېره بیا د پولو د ټینګښت د مېکانېزم او په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي خلیلزاد په سیمه کې د سولې د ټینګېدو لپاره یوه ګډ هدف ته په رسېدو کې د پاکستان هڅې وستایلې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره خبرې کوي چې له نژدې دوو میاشتو راهیسې په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د دولت د استازیو ترمنځ خبرو تر اوسه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.