د هلمند چارواکي: مرکز کې ماین ۷ ملکیان وژلي
د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په درېيمه حوزه کې د ماين چاودنې په یوه پیښه کې ۷ ملکيان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه د درېيمي حوزې په بولان سيمه کې شوې ده.
نوموړي طالبان تورن کړل چې دغه ماين یې ځای پرځای کړی و، خو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي.