'ای. پي. اېل': نن به ډیلي کپيټل-رایل چېلنجرز بنګلور لوبډلې سره مخ شي
ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ 'ای. پي. اېل' سیالیو په لړ کې نن دوشنبه (د لړم ۱۲مه ) ډیلي کپيټل او رایل چېلنجرز بنګلور لوبډلې سره مخامخ شي.
هره لوبډله چې دا لوبه وګټي هغه به د سیالیو په جدول کې دوهم ځای غوره کړې.
اوسمهال دواړه لوبډلې د نومرو په جدول کې د ۱۴-۱۴ نومرو په لرلو دوهم او درېیم ځای لري.
ممبي انډینز بیا د دې سیالیو لومړۍ ځای خپل کړي دی، اتلس نومرې لري او بل پړاو ته يې تګ حتمي شوی.
سبا به د لومړۍ پړاو په وروستۍ لوبه کې سنرایزر حیدراباد او ډیلي لوبډله سره مخامخ شي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا کلکتې لوبډلې راجستان رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.