ویانا کې د یوه مشکوک ترورېست حملې دوه تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل دي
![ویانا کې د یوه مشکوک ترورېست حملې دوه تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل دي](https://gdb.rferl.org/e62d540d-61f1-4575-98db-5d11efa92e29_w800_h450.jpg)
د اتریش په مرکز ویانا کې د یوه مشکوک ترورېست په حمله کې دوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د استرالیا صدراعظم سباستیان کروڅ دا برید چې تېره شپه په وینا کې وشو، ترورېستي وباله او ویېغانده.
پولیسو د مشکوک حمله کوونکي د نیولو لپاره لټون پیل کړی.
راپورونه وايي چې مشکوک ترورېست د ویانا ښار په شپږو بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي.
سیمهییزې رسنۍ وايي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون ۱۵ نور ژوبل دي.
پولیس وايي، یو مشکوک حمله کوونکی یې ویشتی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر کارل نیهامیر ویلي، له ځانګړو ځواکونو غوښتل شوي چې لږترلږه د یوه پوره مسلح او خطرناک حمله کوونکي د نیولو لټون وکړي.