بدخشان کې د پولیسو ترمنځ لفظي شخړه کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي
بدخشان کې د پولیسو ترمنځ یو خپل منځي لفظي شخړه د یو سرتېري په وژل کېدو او څو نورو په ټپي کېدو تمامه شوې ده.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته په یوه استولي صوتي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه پرون ماښام د دې ولایت په لومړۍ امنیتي حوزه کې رامنځته شوه.
ښاغلی روحاني زیاتوي: "یو سرتېری له خپل همکار سره له دعوا وروسته هغه په ډزو وژني او د حوزې امر او د بلوک قوماندان ټپیان کوي او خپله هم د پېښې له ځایه تښتي."
د روحاني په وینا د تورن کس د موندلو لپاره هڅې روانې دي.