د کابل د پاورلېفټېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې
په کابل کې د پاورلېفټېنګ سیالۍ په پای کې جاوېد رحماني، امید ایوبي او مجیب سخي زاده په ترتیب سره لومړۍ، دویم او درېیم مقام ترلاسه کړ.
د پاورلېفټېنګ سیالۍ تېره ورځ په کابل کې پیل شوې وې.
د افغانستان المپیک ملي کمېتې د مطبوعاتو برخې غړی مجیب قاريزاده نن د سې شنبې (د لړم ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې د لوړ وزن لرونکي موټرونو کش کول، د ۱۱۰ کیلو ګرام وزن پورته کول او یو شمېر نور حرکتونه شامل وو.
ښاغلي قاري زاده وايي، ددغه سیالیو هدف نړېوالو لوبو ته د غوره لوبغاړو موندل دي.