کراسنیکي به په هاګ کې د جنایتونو له رسمي تور سره مخ شي
![کراسنیکي به په هاګ کې د جنایتونو له رسمي تور سره مخ شي](https://gdb.rferl.org/2029aee5-82ea-46f7-9398-ddf2a9c9b583_w800_h450.jpg)
د کوسوو د پارلمان پخوانی مشر به په هاګ کې د جنګي جرمونو او بشرضد جنایتونو له رسمي تور سره مخامخ شي.
یاکوب کراسنیکي چې پخوا جګړه کې د چریکیانو رهبر هم پاتې شوی، له نیول کېدو وروسته هاګ ته لیږدول شوی دی.
د هاګ د جنګي جرمونو څارنوالانو د ځایي پولیسو په همکارۍ پرون د نومبر په څلورمه یاکوب توقیف کړ.
یاکوب د کوسوو د ازادي غوښتونکي پوځ ویاند و او د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د پارلمان مشر او کم وخت لپاره سرپرست ولسمشر هم پاته شوی.
پر نوموړي تور دی چې د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو پر مهال جګړه کې یې جنګي جنایات کړي دي.