مسجدي: کابینې د راتلونکي مالي کال د ملي بودجې مسوده تائید کړه
د افغانستان کابینې د تېر مازدیګر په غونډه کې د ۱۴۰۰م هجري لمریز مالي کال ملي بودجې مسوده تائید کړه.
د مالیې وزارت ویاند شمېروز مسجدي وايي، د راتلونکي مالي کال بودجه ۴۵۲،۶ میلیارده افغانۍ ده چې۲۹۶،۳ میلیارده عادي او ۱۵۶.۳ میلیارده پراختیايي بودجه تشکیلوي.
ښاغلی مسجدي زیاتوي چې د ټولې بودجې ۴۸ سلنه به د ملي عوایدو نه تمویلیږي او همدې مالي کال لپاره د ملي عوایدو هدف ۲۱۶ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې.
د کابینې له لوري د تائید شوې بودجې مسوده به د تائید، بحث او تصویب لپاره لومړی مشرانو جرګې او بیا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.