د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي له دندې استعفا وکړه
د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي وروسته تر دې له دندې استعفا وکړه چې خبر شو په جنګي او بشر ضد جرمونو تورن شوی دی.
تاچي په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې له صربیا نه د ازادۍ غوښتلو په جګړه کې د چریکیانو یو مشر و.
نوموړي نن د نومبر په پنځمه پریستینا کې خبریالانو ته وویل، سرچینو یې ملعومات ورکړي چې د کوسوو د متخصصانو خونې پر ده لګول شوي تورونه تصدیق کړي دي.
ده له وړاندې ژمنه کړې وه چې که تورن وپیژندل شي، استعفا ورکوي.
بل لورته ټاکل شوې د کوسوو د پارلمان پخوانی مشر به په هاګ کې د جنګي جرمونو او بشرضد جنایتونو له رسمي تور سره مخامخ شي.
یاکوب کراسنیکي چې پخوا جګړه کې د چریکیانو رهبر هم پاتې شوی، له نیول کېدو وروسته هاګ ته لیږدول شوی دی.
د هاګ د جنګي جرمونو څارنوالانو د ځایي پولیسو په همکارۍ پرون د نومبر په څلورمه یاکوب توقیف کړ.
یاکوب د کوسوو د ازادي غوښتونکي پوځ ویاند و او د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د پارلمان مشر او کم وخت لپاره سرپرست ولسمشر هم پاته شوی.
پر نوموړي تور دی چې د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو پر مهال جګړه کې یې جنګي جنایات کړي دي.