د امریکا انتخابات؛ جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ګټلي
![د امریکا انتخابات؛ جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ګټلي](https://gdb.rferl.org/2218f512-0473-426f-ad7d-222a7d3e5ebc_w800_h450.jpg)
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډیموکراټ نوماند جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
د بایډن دغه رایې ۲۵۳ او د سیال یې ډونالډ ټرمپ ۲۱۳ ښودل شوي دي.
که هر کاندید د ټاکنیز کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي، د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.
بایډن په میشیګن او ویسکانسن ایالتونو کې له ټرمپه مخکې شو، دا هغه ایالتونه و چې ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې ټرمپ ډېرې راېې په کې وړې وې.
د امریکا له ټاکنو یوه ورځ وروسته هم معلومه نه ده چې کوم نوماند بریالی دی.
دا مهال په څلوور ایالتونو اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا او نیوادا کې د رایو شمېرل دوام لري.
ټاکنې دغلته یو څه لانجمنې شوي، ځکه ولسمشر ټرمپ له شواهدو پرته ویلي چې رایه ورکونه او د رایو شمېرنه کې لویې ستونزې وې.
د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې بیا د ټرمپ زرګونه مخالفان سړکونو ته راوتلي او د ټاکنو له مسولینو غواړي چې د رایو شمېرنه بشپړه کړي.