د سولې ولسي حرکت غړي د(لړم ۱۶مه) د امریکا سفارت مخې ته خیمه دروي
د سولې ولسي حرکت غړي سبا جمعه(د لړم ۱۶مه) په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته خیمه دروي. دوی نن پنجشنبه (د لړم ۱۵مه) له ننګرهار څخه کابل ته ورسېدل.
ددې حرکت مشر اقبال خیبر وايي، له ننګرهار څخه د ګڼ شمېر قومونو مشران له دې حرکت سره یوځای شوي او سبا به د امریکا سفارت مخې ته د پرلت خیمه ودروي.
ښاغلی اقبال وايي، دوی سبا د امریکا سفارت مخې ته له دغه هېواد څخه په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کوي.
د هغه په خبره، افغان حکومت او طالبان دې د جګړې د درېدو لپاره له سخت دریځۍ څخه لاس واخلي او د افغان وژنې روانه لړۍ دې ودروي.
د ننګرهار یو شمېر قومي مشران چې د دې حرکت سره یوځای شوي وايي، طالبان او افغان حکومت د اوربند په ټینګښت کې پاتې راغلي او اوس دې امریکا په دې برخه کې لاس په کار شي.
دوی همدا راز له ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه هم وکړه.
ددغه حرکت غړي په داسې حال کې کابل ته رسیدلي چې د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د تاوتریخوالي کچه له پخوا ډېره شوې.