'په دهراوود کې ۴۰ افغان امنیتي سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي'
په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو استازي بسم الله جان محمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دهراوود کې ۴۰ افغان امنیتي سرتېري په تېرو ورځو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.
محمدي چې خپله دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، دغه سرتېري ځکه طالبانو ته تسلیم شوي چې له یوې میاشتې راهیسې محاصره وو خو افغان دولت ورته لاس تر زنې ناست و.
هغه زیاته کړه: "په دهراوود ولسوالۍ کې وضعیت خراب دی دغه تيره ورځ ۸ سرتيري طالبانو تسلیم شوي او په تيرو دوه ورځو کې تر۴۰ اویا هم پنځوس زیات تسلیم شوي، ځکه تسلیم شوي چې د دوه میاشتو راهیسي محاصره او جګړه يي کوله خو کومک نه ورته."
محمدي وویل چې په یاده ولسوالۍ کې لاهم درنه جکړه روانه ده.
خو د ارزګان ولایت مقام ویاند احمد شاه ساحل بیا دانه مني چې په دهراوود ولسوالۍ کې دي سرتېري وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي وي.
نوموړي وايي، په دهراوود ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه د افغان پوځيانو عملیات روان دي او طالبان يي سخت ځپلي دي.
دغه راز ساحل وايي، ګیزاب ولسوالۍ د جګړې پر مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي خو وايي افغان سرتېرو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې څه نه دي ویلي.