د کوسوو پخوانی ولسمشر د هالند یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی
![د کوسوو پخوانی ولسمشر د هالند یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی](https://gdb.rferl.org/15401048-9a1d-4dcc-82e6-f3d41355241e_cx0_cy19_cw76_w800_h450.jpg)
د کوسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي تر استعفا وروسته د هالند یوې توقیف خونې ته لېږدول شوی دی.
تاچي پرون وروسته تر دې استعفا وکړه چې د جنګي جرمونو محکمې له صربیا سره د ۱۹۹۰مې لسیز جګړه کې په جنګي او بشر ضد جنایتونو تورن کړ.
تاچي د کوسوو د خپلواکۍ ګټلو په دغې جګړه کې د چریکیانو یو مشر و.
له تاچي سره یوځای د کوسوو د ازادي غوښتونکي پوځ دوه نور پخواني غړي هم د هاګ یوې توقیف خونې ته انتقال شوي.
هاشم تاچي ویلي، د دې لپاره یې استعفا ورکړه چې د کوسوو جمهوریت د ولسمشرۍ، دولت او خلکو عزت خوندي کړي او د نړیوالو شریکانو ملګرتیا ته درناوی وکړي.