د کابل پولیسو په ارغندې کې د سوداګریزو بارونو باج اخیستوونکي ونیول
![د کابل پولیسو په ارغندې کې د سوداګریزو بارونو باج اخیستوونکي ونیول](https://gdb.rferl.org/8612B8A4-E585-4279-8EF5-239A12E28893_w800_h450.jpg)
د کابل پولیس وایي، هغه وسله واله ډله یې ونیوله چې ارغندې سیمه کې یې له سوداګریزو بارونو یا محمولو باج اخیسته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، دغه یوولس کسیزه ډله ارغندې دورازې ته نږدې د پولیسو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې ونیول شوه.
وزارت نیول شوي کسان (د جنایت کارانو ډله) یاده کړې او ویلي یې دي چې له ۷ میله وسلو سره یوځای د پولیسو لاس ته ورغلل.
وزارت د دغو نیول شویو کسانو او ترې د ترلاسه شویو وسلو انځورونه هم رسنیو ته لېږلي دي.
دا کار داسې مهال کېږي چې دغه ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې ده.