په غور کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
په غور ولایت کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دې ولایت د فوټسال فدراسیون مشر جان محمد حیدري نن ازادي راډیو ته وویل، دغه لوبې په دوو ګروپونو کې اته لوبډلې چې په هر ګروپ کې څلور لوبدلې شاملې دي ترسره کېږي.
د حیدري په خبره، یادې لوبې نن پیل شوې او پنځلس ورځې به دوام ولري.
نوموړی زیاتوي، چې له دغو لوبو یې هدف د جنوب غرب انتخابي لوبډلې لپاره د غوره اتلانو معرفي کول دي.
ټاکل شوې، دغه لوبې د افغانستان په بېلابېلو زونونو کې هم پیل شي، څو د دغو لوبو اتلان د افغانستان په کچه د فوټسال په راتلونکي لوبو کې چې په نږدې کې به پیل شي ګډون وکړي.