پاکستان کې د القاعده شبکې پورې تړلي ۲ مشکوک وسله وال وژل شوي
![پاکستان کې د القاعده شبکې پورې تړلي ۲ مشکوک وسله وال وژل شوي](https://gdb.rferl.org/D8801768-0F45-4B96-842F-AD3BE5E770E5_w800_h450.jpg)
د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکي وايي په القاعده شبکې پورې دوه تړلي مشکوک وسله وال یې وژلي دي.
پولیسو نن په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغو وسلوالو غوښتل، په دېره غازي خان کې «ورانکار فعالیتونه» وکړي.
دغه دوه مشکوک وسله وال تېره شپه د ټروریزم ضد پولیسو له خوا وژل شوي دي.