امریکايي رسنۍ: جو بایډن د ولسمشرۍ لپاره د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې پوره کړې
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد په ولسمشریزو انتخاباتو کې ډموکراټ کاندید جو بایډن په پنسلوینیا ایالت کې په اکثریت رايو ګټلو سره د ولسمشر کېدو لپاره د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي.
د راپورونو له مخې تر اوسه جو بایډن د الکټورل کالج ۲۷۳ رایې ګتلي دي. د ولسمشر په توګه د انتخابېدو لپاره کاندید باید د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې وګټي.
د اریزونا، جورجیا او نارت کرولاینا ایالتونو د رایو شمېرنه لا نه ده بشپړه شوې.
ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د اریزونا ایالت ۱۱ رایې هم بایډن ګټلي. فاکس نیوز ویلي چې د نیواډا ایالت شپږ رایې بایډن ګټلي دي.
بایډن په پنسلوانیا ایالت کې په ۳۴،۴۰۰ اضافي رایو سره انتخابات وګټل چې د ټولو ورکړل شویو رایو ۴۹.۶ فیصده کیږي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ایالت کې۴۹.۱ فیصده رایې ګټلي.
بایډن د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې ۹۰ فیصده رایې ګټلي دي.
د رسنیو تر راپورونو وروسته په ګڼو ښارونو کې د بایډن پلویانو خوښۍ پیل کړې.