وزیر اکبر خان مېنه کې د غصب ځمکې په اړه د کابل ښاروالۍ خبرداری
کابل ښاروالي ادعا کوي چې په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د یوه قوماندان له لورې غضب شوې ځمکه چې اوس د کام ایر هوایي شرکت په واک کې ده، باید په ۴۸ ساعتونو کې تخلیه شي.
د کابل ښاروالي ویاندې سمیرا رسا نن د چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا شنه ځمکه ده: "د کابل ښاروالۍ یو مسوولیت له غصب نه د شنو سیمو ساتنه ده او د امنیتي تړون پر بنسټ یې کابل ښاروالۍ ته مسوولیت ورګرځي، ټولې هغه شنې سیمې چې د زور واکو له لوري غصب شوي، له غاصبینو ژغوري او بېرته یې راوګرځوي."
کام ایر شرکت تراوسه څه نه دي ویلي چې دا ځمکه دوی ته په څه ډول سپارل شوې ده.
د افغانستان د ښارجوړونې وزارت په وینا په کابل کې نژدې یولک جریبه ځمکه غضب وه چې شل زره جریبه یې په وروستیو کې بېرته حکومت ګرځولې او پاتې یې لا هم له زورورو سره ده.