د زابل چارواکي: شهر صفا او شینکۍ کې ۲۱ طالبان وژل شوي
د زابل امنیه قوماندان په شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو کې د طالبانو د ډله ییز برید د مخنيوي خبر ورکوي او ادعا کوي چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
د زابل امنیه قوماندان حکمت کوچی وایي: "دښمن په دواړو ولسوالیو کې ۲۱ تنه تلفات او ۱۶ تنه ټپیان لري."
د ښاغلي کوچي په وینا افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.
د امنیتي چارواکو په وینا طالبانو دا ډله ییز بریدونه تېره شپه پر دې ولسوالیو کړي وو. طالبانو تر اوسه د دې جګړو په اړه څه نه دي ویلي.