ملګري ملتونه: کرونا ویروس د افغانستان اقتصادي برخه له ځوړ سره مخ کړې
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې "د کرونا ویروس د بحران په ځواب کې مالي غوراوي" تر عنوان لاندې په خپل څلورم یادښت کې لیکلي، کرونا ویروس افغانستان په اقتصادي برخه کې له ځوړ سره مخ کړی دی.
د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید په دې هېواد کې د کرونا وبا له کبله په مالي برخه کې د کسر د پای ته رسېدو او عوایدو ډېرو لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
دا خبره د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې له کرونا وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل څلورم یادښت کې کړې ده.
دا اداره ټینګار کوي چې په اقتصادي برخه کې د بنسټیز سیاست نشتوالی له کبله به دا حالت تر ۲۰۲۴ کال پورې د دې هېواد په ناخالصو عوایدو کې پنځه اعشاریه دوولس سلنه اغېز ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی رامزالاکبرو وايي، کرونا ویروس ۲۰۲۰ میلادي کال ستونزمن کړی او په خلکو او ټولنې یې ډېر بد اغېز کړی دی.
دی زیاتوي: "موږ په خپل راپور کې وموندل چې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته د دې واټن د راکمېدو او ژر تر ژره خپل هدف ته د رسېدو په برخه کې اړتیا لرو. ۲۵۰ میلیونه ډالر د خوراکي خوندیتوب لپاره اړین دي او له ټولو ډېر مهم ۵،۲ میلیونه ډالر د ټولنې د ساتنې لپاره په کار دي."
د دې ادارې په راپور کې ټینګار شوی دی چې په اقتصادي برخه کې د بنسټیز سیاست د نشتوالي له امله به دا حالت تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د دې هېواد په ناخالصو عوایدو کې پنځه اعشاریه دوولس سلنه اغېز ولري.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازی عبدالله الدرداري وايي، په راتلونکو پنځو نورو کلونو کې افغانستان لږ تر لږ ۳۰ سلنه مرستو ته اړتیا لري، څو د کرونا وبا له کبله رامنځته شویو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وشي.
د ده په خبره، له افغانستان سره ټول مرسته کوونکي هېوادونه باید په دې برخه کې ګام پورته کړي، څو افغانستان له دې ستونزې ووځي.
الدرداري زیاته کړه: "افغانستان له مالي مرسته کوونکو، ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو سره چې د دې هېواد لپاره پالیسي جوړوي، یوې ښې همغږۍ ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د دولت په همکارۍ د افغانستان د خلکو او نورو شریکانو سره دې برخه کې ژمنه ده."
په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال محمد نبي سروش وايي، حکومت د ملي دسترخوان په څېر پروګرامونو په پیلولو سره هڅه کوي چې د کرونا وبا له کبله رامنځته شوې ستونزې حل او همدا ډول د ملي عوایدو کچه پورته یوسي.
د ملګرو ملتونو په څلورم یادښت کې له افغان حکومته غوښتنه شوې چې د کرونا وبا له کبله په مالي برخه کې د کسر د پای ته رسېدو او عوایدو ډېرو لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
دا یادښت زیاتوي، د افغانستان پڅ اقتصادي پرمختګ، د کرونا وبا دویمه څپه او د جګړې دوام ته په کتو اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د مالي کسر د کمېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د کرونا وبا له کبله د اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د دې ویروس د مثبتو پېښو په ثبت کې هم زیاتوالی راغلی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۶ تنه په دې ویروس اخته شوي چې ۴ تنه ترې مړه شوي دي.
د دې شمېرو په ثبت سره په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته شویو کسانو ټول شمېر ۴۲زره او ۶۰۹ ته ورسېد.
مهناز نوري