Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2020

څه لامل شو چې طالبان یو ځل بیا سره منسجم شي؟

0
څه لامل شو چې طالبان یو ځل بیا سره منسجم شي؟

کابل په دغو ورځو کې له پنځه میلیونه زیاتو انسانانو کوربه دی، له ګڼې ګوڼې په دغه ډک ښار کې د طالبانو د حاکمیت او په ښاریانو د دوی د محدودیت په اړه اوس هم خلک کیسې کوي.

په ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په شپږمه طالبان کابل ته ننوتل او په کابل ښاریانو یې زیات محدودیتونه له هغې ډلې، د موسیقي اورېدو، له محرم پرته له کوره د ښځو راوتل، له زده کړو د دوی بې برخې کېدو په ګډون بېلابېل بندیزونه ولګول.

کابل ښاریانو وايي، دغې ډلې د دوی د تعریف پر اساس سخت اسلامي قوانین پلي کړل.

د کابل اوسېدونکي محمد اسلیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو په پير کې قیودات داسې و چې ښځې له کورونو نه شوی وتلای، خلک کار ته نه شو رسېدلای، نارینه وو باید خپل لمونځ کړی وای او ږېرې یې پرېښې وای، موسیقۍ بنده وه حتی په یو وخت مې درې ځله د لمونځ ادا کول ولېدل، زه همدلته په پل خشتي کې وم، له لاهور مې لیلامي راوړل، له اودس پرته یې پر لمانځه درولو."

کابل ښاریان وايي، اوس په کابل ښار کې وضعیت بدل شوی، له ناامنۍ سره په خوا کې له محدودیتونو پرته چې د طالبانو په وخت کې په خلکو وضع شوي و، خلک ژوند کوي او زیاته ازادي لري.

په امریکا کې د سېپټمبر ۱۱مې له حملې وروسته په افغانستان کې د طالبانو رژیم د له منځه تلو زمینه برابره شوه.

له دغې حملې وروسته امریکا له طالبانو وغوښتل چې د القاعده شبکې رهبر اسامه بن لادن دوی ته وسپاري، هغه ډله چې په دغه حمله کې مسؤله پېژندل شوې وه.

له دغه غوښتنې د طالبانو انکار امریکا او متحدینو ته په افغانستان د حملې زمینه برابره کړه.

امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان حمله پیل کړه او د شمال ائتلاف ځواکونو په مستقیمې همکارۍ بلاخره د همهغه کال د نومبر په ۱۳ مه طالبان د کابل پرېښودو ته مجبور کړل، خو د ۱۹ کاله په تېرېدو او سلګونو زرو افغان او ناټو ځواکونو د طالبانو پر خلاف له جګړې وروسته نه یوازې طالبان په بشپړه ډول مات نه شول، بلکې د سقوط له لومړی کلونو په پرتله یو ځل بیا سره منسجم او فعال شوي دي.

د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال او د جمعیت ګوند اوسنی مرستیال احمد ضیا مسعود چې د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د دولت فعال غړی و په دې باور دی، طالبانو د سیاسي دیکتاتوري مذهبي جوړښت په چوکاټ کې په افغانستان کې نړیوالو ترهګرو ته فعالیت زمینه برابره کړې وه.

ښاغلي مسعود وايي، همدا اصلي لامل و چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالې ټولنې شمال ائتلاف په همکاري د طالبانو را نسکورولو ته مټې بډ وهلې او له یوې میاشتې په کمه موده کې له افغانستان وویستل، خو څه لامل شول چې طالبان یو ځل بیا سره منسجم شي؟

د احمد ضیا مسعود په باور زیات لاملونه شته:

په جنوب ختیځ او جنوب کې د دوی د اډو په بشپړ نه منځه تلل.

د افغانستان د وخت حکومت او د پاکستان له حکومت سره د طالبانو اړیکې.

لېرې پرتو سیمو امنیت ته نه پاملرنه طالبان یو ځل بیا مسجم کېدو ته زمنیه چمتو کړه.

ښاغلي مسعود زیاته کړه: "د کرزي صاحب حکومت په دوه درې کلونو کې وتوانېدل چې د پاکستان له حکومت سره ښې اړیکې پیدا کړي، بیا وروسته د ښاغلي کرزي او پاکستان د حکومت ترمنځ ستونزې رامنځته شوې، دا ټول د دې باعث شول چې پاکستان یو ځل بیا طالبان سره منظم کړل او یو ځل بیا یې افغانستان ته راولېږل."

پخوانی جهادي مشر او د افغانستان د سولې ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد په دې باور دی چې له ۱۱م سېپټمبر وړاندې نړیوالې ټولنې د طالبانو د رژیم له منځه وړلو تصمیم نیولی و او دغه حمله د دې لامل شوه چې په طالبانو بریدونه چټک کړي.

د نوموړي په وینا له ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو له ماتې وروسته دغه ډله په نوي حکومت کې شامله نه کړه: "په ننګرهار کې چې زه والي وم، تجربه مې دا وه چې هغه طالبان چې په کور ناست و، کورنیو او بهرنیو ځواکونو په کورونو باندې حملې کولې او نیول به یې او دا د دې لامل شول چې دوی یو ځل بیا غرونو ته پورته شي."

د طالبانو د رژیم پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوی قلم الدین هم ورته نظر لري د دغه کار پړه پر نړیوالې ټولنې اچوي.

دی زیاتوي: "موږ تمه درلوده، نړیوال ټولنه به کابل ته راشي، افغانستان کې به سوله او ارامي راشي او موږ به یو هوسا او قانوني حکومت ولرو، خو له بده مرغه داسې ونه شول، دوی چې راغلل، له کورنیو دوستانو سره هغو طالبانو پر ضد چې په کورونو کې و پر ضد یې اقدام وکړ دوی بګرام او په ګوانټانامو کې زندانیان کړل."

بالاخره له کم زیات ۱۹ کلو وروسته امریکا له طالبانو سره په ۲۰۱۹ میلادي کال کې مذاکراتو دروازه پرانېسته او د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹مه یې په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي او طالبان به له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره اړیکې پرې کوي چې د افغانستان له خاورې به په امریکا او متحدانو استفاده نه کوي.

له دې سره په خوا کې د سولې ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد فکر کوي، که له طالبانو سره د سولې مذاکرت نتیجه ورنه کړه جګړه به دوام وکړي، له بلې خوا احمد ضیا مسعود وايي، له طالبانو سره د سولې مذاکرات پایله نه ورکوي او په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپاره باید لومړی له پاکستان سره تفاهم ته ورسېږو او په افغانستان کې سوله تامین شي.





Губернаторы России
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства





Москва

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Собянин

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России